
زندگی نامه گلجان سرگند، از قلم خودش:
میرمن گلجان( څرګند) دحاجی عبدالرحیم لورچه په 1961 میلاد ی کال دننګرهار همیشه بهار په یو روشن فکر کورنی کی سترګی دی نړی ته پرانستی دي.
خپل ازده کړی تر دولسم ټولګی پوري ننګرهارپه الايي لیسه کی ترسره کړی ده، نو مړي دپوليس درنه مسلک ته د ډیری مینه درلودل له امله دپولیس په اکادمی ته ورسته له عملی اونظری ځانګړي ازموینی شامله او د ټاکلی مودی نه ورسته په عالی درجی بریالیتوب د لیسانس په سویه له دغه پو هنخی څخه فارغه بیاد دکورنی چارو وزارت په مربو طاتو کی دنده اجرا او دسمون یاری تر رتبي پوری رسېدلی ده.
خو په خواشینی سره دکورنی چګړو او نا حوالو له امله لکه د ډیرو وطنوالو پشان دی هم دناچاری نه یی ګران هیواد پريښود ، او مهاجرت لاره ېې غوره کړه، چه اوس دخپلی کورني سره په المان کې د هامبورګ په ښارکی ژوند کوی،
د یادوني وړده، میرمن ګلجان (څرګند) دډيری کوچنی والي نه د شعر په ویلو سره مینه درلوده چه دننګرهار او پشتون ژغ په مجلو او ورځ پانوکی خپل شعرونه چاپ ته رسول، خو د وطن ځخه لری دا جذبه زیاته شو ه او دګران هیواد او هیوادوالو په فراق غزلونه،څلوریزی،لنډی ګانی، دوبیتی ګانی او کو تاهه ها،شعری ټولګه اماده چه دادی د (هسکه غاړه)
په نامه چاپ ته ورسیده، چه دوستانو او دشعرمینه والو ته وړاندی کیږی.
ميلمه پاله اولسونه
د وطن له دنګو غرونو نه جاريږم
دبهانده ډک سیندونو نه جاريږم
چه دښمن په شاکوی له سنګرونو
زه دهغه خويندو ورونونه جاريږم
چه ییساری پهدنياکی لیدای نشي
ميلمه پا لو ا و لسو نو نه جاريږم
تم کیدای نشي غلیم پدی وطن کی
ر به ستا د حکمتو نو نه جا ر یږم
ګلجان نه غواړي دنو رو بيلډ ګو نه
خپلو خټو له کو ر و نو نه جاريږم